دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 256439
حکومت د "حکومت ملت ته د حساب ورکونې" پروسه پیل کړه
د "اسلامي امارت" مسئولین وايي، چې د "ولس ته د حکومت د حساب ورکولو" بهیر نن (دوشنبه، د اسد ۱۰) پیل شوی او تر بله میاشت به دوام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نعیم وردګ؛ په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دا بهیر د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۰) پیل شوی او تر ۳۰ نورو ورځو به دوام وکړي.
 
هغه زياته کړه، چې په دې موده کې به شاوخوا ٥٠ دولتي ادارې خپلې وروستۍ يوه کلنې لاسته راوړنې او فعالیتونه له خلکو سره شريک کړي.
 
د اسلامي امارت د رسنیو مرکز له مسؤلینو څخه هم غوښتي چې د خپل تیر یو کال د فعالیتونو لنډیز له مخکې له مخکې له ټاکل شوي وخت سره سم له رسنیو سره شریک کړي.
 
د اقتصاد وزارت لومړنی دولتي څانګه ده چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو او خلکو سره شریکوي.
 
ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروسه ۱۶ کاله وړاندې د هغه مهال د ولسمشر حامد کرزي د حکم پر بنسټ پیل شوه او له مخې یې دولتي ادارې خپلې کلنۍ دندې له رسنیو سره شریکوي.
 
https://avapress.com/vdcexp8wojh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې