کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د سولې خبرو اترو پلاوی کابل ته راغلی

10 اسد 1401 ساعت 12:08

د پاکستاني رسنیو په وینا، د دغه هېواد د یوې مذاکرې ډلې غړي د تحریک طالبان او د پاکستان د حکومت ترمنځ د دایمي اوربند د رامنځ ته کولو په موخه کابل ته ننوتلي دي.


آوا: د پاکستان جو ټلویزیون نن دوشنبه (د اسد ۹ مه) خبر ورکړ چې د پاکستان د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۱۲ غړي د دغه هېواد له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره کابل ته راغلي دي.
 
راپورونه ښیي چې مذاکره کوونکي هڅه کوي چې سوله تامین کړي او د تحریک طالبان پاکستان او د دغه هېواد د حکومت تر منځ دایمي اوربند رامنځته شي.
 
د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 256444

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256444/د-پاکستان-سولې-خبرو-اترو-پلاوی-کابل-ته-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com