افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان جو ټلویزیون نن دوشنبه (د اسد ۹ مه) خبر ورکړ چې د پاکستان د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۱۲ غړي د دغه هېواد له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره کابل ته راغلي دي.
راپورونه ښیي چې مذاکره کوونکي هڅه کوي چې سوله تامین کړي او د تحریک طالبان پاکستان او د دغه هېواد د حکومت تر منځ دایمي اوربند رامنځته شي.
د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.