دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 256455
د کانکور ملي ازموینه د سنبلې میاشتې په پای کې اخیستل کیږي
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، د خنډونو له امله به د لیندۍ میاشتې وروسته په ولایتونو کې د ملي کانکور د ازموینې بهیر پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس) - کابل: مولوی خالد داد احمدتقی؛ د لوړو زده کړو وزارت ویاند پر ټویټر د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره ټینګار کړی چې د تېرو کلونو په پرتله به د کانکور ازموینې په بهیر کې لا ډېر شفافیت رامنځته شي.
 
هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس د خپرېدو او همدا راز په هېواد کې د پرمختګونو له امله د هېواد په کچه د ازموینو اخیستلو بهیر د ځنډ لامل شوی دی.
 
د نوموړي د څرګندونو پر بنسټ، هغه زده کوونکي چې په وروستي سمستر کې وو، تر اوسه نه دي فارغ شوي او دا کار هم د کانکور د ازموینې د ځنډېدو لامل شوی دی.
 
که څه هم نوموړي په ازموينه کې د ښځو د شتون په اړه څه ونه ويل؛ خو هغه یادونه وکړه چې د دولسم ټولګي د فارغانو لپاره هیڅ "خنډ" نشته.
 
دا په داسې حال کې ده چې ۱۱ میاشتې وړاندې د پخواني حکومت له نسکوریدو او د اسلامي امارت له رامنځته کیدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته ښځینه زده کوونکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه ورکول کېده او په دې توګه د دولسم ټولګي نجونې هم ښوونځيو ته ولاړې. د سږ کال د داخلې په ازموينه کې يې برخه اخيستې وه چې له دې ازموينې څخه بې برخې شوي وو.
 
دا هم بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې د ملي داخلې ازموينه د هر تعليمي کال په پای کې اخيستل کېده او پايلې يې د راتلونکي کال په پيل کې ټاکل کېدې.
 
https://avapress.com/vdccpeqip2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته