دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 256457
په بغلان کې د ډبرو سکرو درې کارګران وژل شوي
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان درې کارکوونکي د ګازو د تنفس له امله مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: اسدالله مصطفی هاشمی؛ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دا پېښه پرون (یکشنبه، د اسد ۹مه) د نهرین ولسوالۍ د چنارک د ډبرو سکرو په کان کې شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کارګران د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې له کلونو راهيسې يې د ډبرو سکرو په کان کې په کار کولو سره خپلې اړتياوې پوره کولې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د ډبرو سکرو غير معياري استخراج د چاپېريال د ويجاړېدو ترڅنګ تل د کارګرانو ژوند هم اخيستى دى.
 
تېر حکومت د ډبرو سکرو کانونو د معیاري کولو په برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی او اوسني حکومت هم د ډبرو سکرو د کانونو ریاست ته هېڅ پام نه دی کړی.
 
https://avapress.com/vdcenp8wfjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته