کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د محرم الحرام د مراسمو د امنیت د تامین لپاره د امنیتي بنسټونو چمتووالی

10 اسد 1401 ساعت 15:03

د هرات د علماوو له خوا له امنيتي مسئولينو څخه د محرم په مياشت کې د جوماتونو او زيارتونو د امنيت د تامينولو له غوښتنې وروسته د دغه ولايت امنيه قومانداني وايي چې د هرات په ټولو سيمو کې د ماتم د مراسمو د امنيت د تامينولو لپاره امنيتي ځواکونه بشپړ چمتووالى لري.


آوا - هرات: د هرات یو شمېر دیني عالمانو د دغه ولایت په سیدګيه مدرسې کې د یوې غونډې په ترڅ کې له امنیتي چارواکو څخه د محرم په ورځو کې د حسیني عزادارانو د امنیت د تامین غوښتنه وکړه. د حضرت ابا عبدالله الحسین (ع) د ماتم مراسم د امکان تر حده په پراخه کچه به ولمانځل شي.

په دې کتنه کې حجت الاسلام محمد اغا روحاني؛ د هرات د صادقي مدرسي اجرائيه رئيس وويل: "نننۍ ناسته د تېرو کلونو په څېر د شپې او د محرم په ورځو کې د ماتم د مراسمو د ښه تنظيم او د جوماتونو او تکيه خانو ترمنځ د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه."
 
هغه زياته کړه: "موږ له امنيتي مسئولينو سره د امنيت په اړه خبرې وکړې او هغوى موږ ته د ماتم د مراسمو د ښه امنيت د برابرولو ډاډ راکړ."
 
هغه زیاته کړه: په دې غونډه کښې ټولو ګډونوالو ته د مسلمانانو د وحدت او د اهل بیت (ع) د فضائل په باره کښې د یادولو په خاطر ټینګار وشو.
 
د ښاغلي روحاني په وینا، په راتلونکو ورځو کې به له امنیتي چارواکو سره نورې غونډې هم وشي او د لا زیات امنیت لپاره به د اسلامي امارت د ځواکونو ترڅنګ له خلکو هم کار واخیستل شي.
 
په همدې حال کې محمود شاه رسولي؛ د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند وايي: په تيرو ورځو کې شيعه مشرانو له امنيتي مسئولينو سره د محرم او عاشورا په شپو او ورځو کې د ښه امنيت د تامينولو په باب خبرې وکړې.
 
هغه زیاته کړه: امنیتي ځواکونه په ټولو هغو سیمو کې چې د فاتحې مراسم ترسره کیږي د امنیت د تامین لپاره پوره چمتووالی لري.
 
له بلې خوا حجت الاسلام محمد اسماعیل احمدي؛ د هرات د شیعه علماو د شورا مشر په دې کتنه کښې وویل: د نن ورځې ځوانان د اهل بیت (ع) د فضائل په باره کښې د لازیاتې پوهې سره لیوالتیا لری.

هغه زیاته کړه: په هغو مراسمو کښې چې په تیرو څو شپو کښې یې ګډون کړی وو زیاتره یې ځوانان وو او ویناوالو ته پکار ده چې د محرم د میاشتې په اهمیت او د اهل بیت علیهم السلام د فضائل په باره کښې زیات معلومات ورکړی.
 
د يادونې وړ ده، چې په هرات کې د تېرو کلونو په څېر په دې ورځو کې هم د محرم مراسمونه په شانداره توګه ترسره کېږي او د امنيت په اړه د خلکو اندېښنې د پخوا په پرتله کمې دي.
 
تېر کال هم په دې ولایت کې د محرم د ماتم مراسم له کومې امنیتي ستونزې پرته ترسره شول.
 


د مطلب کود: 256462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256462/په-هرات-کې-د-محرم-الحرام-مراسمو-امنیت-تامین-لپاره-امنیتي-بنسټونو-چمتووالی

آوا
  https://www.avapress.com