کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي

11 اسد 1401 ساعت 8:32

په کابل کې د جاپان سفیر د پوهنې له سرپرست وزیر سره د کتنې پر مهال ژمنه وکړه چې هېواد به یې د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د جاپان د سفیر په وینا، د افغانستان ثبات او پرمختګ د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.


آوا: د پوهنې وزارت نن (دوشنبه، اسد ۱۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د پوهنې وزارت سرپرست مولوی نورالله منیر په کابل کې د جاپان له سفیر اوکادا تاکاشی سره وکتل.
 
د جاپان سفير په دې کتنه کې وويل چې هېواد يې د افغانستان د متحد په توګه هيڅکله په سختو شرايطو کې افغانان يوازې نه پرېږدي.
 
دده په وینا؛ افغانستان د اسیا په زړه کې پروت هېواد دی او د دغه هېواد ثبات او پرمختګ د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
 
نوموړي ژمنه وکړه، چې جاپان د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره د مرستې لپاره جدي اراده لري.
 
د پوهنې وزارت سرپرست له افغانستان سره د جاپان د بشري مرستو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې زده کړه د هر افغان حق دی او اسلامي امارت مسئولیت لري چې د خپلو متحدینو په ملتیا خپلو هېوادوالو ته د پوهنې په برخه کې معیاري، متوازن او عادلانه خدمات وړاندې کړي.
 
هغه وويل، نړيواله ټولنه مکلفه ده چې له افغانستان سره چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلى دى، د همکارۍ او دوستۍ لاس اوږدوي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له رانسکوریدو سره تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو دروازې لا هم نه دي پرانیستل شوې.
 


د مطلب کود: 256482

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256482/جاپان-د-پوهنې-په-برخه-کې-له-افغانستان-سره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com