کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د امریکا هوايي برید؛ مجاهد یې غندلی دی

11 اسد 1401 ساعت 9:29

ذبیح الله مجاهد؛ د اسلامي امارت ویاند وايي چې نن سهار وختي د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې لخوا د استوګنې یو کور په نښه شو. نوموړي دغه برید غندلی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په شپه (اسد ۱۰) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د دغه برید نوعیت په پیل کې نه دی ټاکل شوی؛ خو د امنیتي او کشفي ارګانونو لومړنۍ موندنې ښيي چې برید د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوی دی.
 
هغه ټینګار وکړ چې دغه برید د اسلامي امارت له لوري په هر ډول چې هدف او پلمه ترسره شوی، غندي او د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼي.
 
مجاهد دا هم ویلي، چې دا چلند د امریکا د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو د تکرار ښکارندویي کوي او د افغانستان او سیمې د ګټو خلاف کار دی.
 
په ورته وخت کې، جو بایډن؛ امریکايي ولسمشر په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په کابل کې پر هدفونو بمباري کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې عبدالنافع تکور؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، چې دوشنبهپه ورځ (اسد ۹) یو راکټ د استوګنې پر یوه خالي کور لګېدلی او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت مشرانو په ځلونو ټینګار کړی چې هیڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. د امریکا او طالبانو ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې په تړون کې هم پر دې ټینګار شوی دی.
 
القاعده له دې وړاندې د طالبانو متحد ګڼل کېده او په ۱۹۹۰ لسیزه کې د دوی د واکمنۍ پر مهال د القاعده مشران او جنګیالي په افغانستان کې موجود وو او دا د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته پر افغانستان د امریکا د برید یو له مهمو عواملو څخه و.
 
متحده ایالات په بن لادن او الظواهري باندې تور لګوي چې د سپټمبر د یولسمې د بریدونو په طرحه کولو او د تنزانیا په دارالسلام او د کینیا په نایروبي ښارونو کې د امریکا پر سفارتونو په بمباریو او د امریکا په سواحلو کې د USS کول ویجاړونکي الوتکې په برید کې لاس لري.
 
خو یو شمېر افغانان په دې باور دي چې جوبایډن هڅه کوي چې د القاعدې د مشر د مړینې په اعلانولو سره خپل محبوبیت زیات کړي او له دې خبر څخه به د انتخاباتو پر مهال د غوښې په توګه کار واخلي.
 
ثریا بها په جرمني کې میشت یوه افغان لیکوال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د امریکا هر ولسمشر د خپل صدارت په پای کې د القاعدې د یوه قومندان ښکار کول د خپل صدارت او خپل ګوند یوه مهمه لاسته راوړنه بولي.
 
هغه ټینګار کړی چې د ایمن الظواهري وژنه هغه دروغ دي چې امریکا نړۍ او د افغانستان خلکو ته وړاندې کوي.
 


د مطلب کود: 256494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256494/په-کابل-کې-د-امریکا-هوايي-برید-مجاهد-یې-غندلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com