کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو څلورو ورځو کې څه باندې دوه زره کډوال له ایران څخه نیمروز ته راستانه شوي

11 اسد 1401 ساعت 10:06

رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ۲۷۴۳ افغان کډوال له ایران څخه نیمروز ولایت ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مسؤلین هم وایی چې په تېرو څلورو ورځو کې له ایران څخه څه باندې دوه زره کډوال دغه ولایت ته راستانه شوی دی.
 
په افغانستان کې بې وزلي او بېکاري د دې لامل شوې چې ډېر ځوانان په قانوني او ناقانونه توګه کډوال شي.
 
د دغو مهاجرتونو ډیره برخه ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان ته هم رسیږي چې لږ لګښت ته اړتیا لري. په ورته وخت کې ایران او پاکستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د زیاتو مهاجرینو د منلو ظرفیت نه لري.
 


د مطلب کود: 256497

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256497/په-تېرو-څلورو-ورځو-کې-څه-باندې-دوه-زره-کډوال-له-ایران-څخه-نیمروز-ته-راستانه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com