دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 256497
په تېرو څلورو ورځو کې څه باندې دوه زره کډوال له ایران څخه نیمروز ته راستانه شوي
رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ۲۷۴۳ افغان کډوال له ایران څخه نیمروز ولایت ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مسؤلین هم وایی چې په تېرو څلورو ورځو کې له ایران څخه څه باندې دوه زره کډوال دغه ولایت ته راستانه شوی دی.
 
په افغانستان کې بې وزلي او بېکاري د دې لامل شوې چې ډېر ځوانان په قانوني او ناقانونه توګه کډوال شي.
 
د دغو مهاجرتونو ډیره برخه ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان ته هم رسیږي چې لږ لګښت ته اړتیا لري. په ورته وخت کې ایران او پاکستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د زیاتو مهاجرینو د منلو ظرفیت نه لري.
 
https://avapress.com/vdci3qaryt1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته