دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 256498
په پنجشیر کې ۷۰ کیلومتره سړک بیارغول کیږي
د پنجشېر ولايت د فوايد عامې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د ٧٠ کيلومتره اوږد عامه سړک د ترميمولو کار پيل شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سړک ځینې برخې په دې وروستیو کې د سیلابونو له امله ویجاړې شوې دي.
 
بايد يادونه وشي، چې نه يوازې د پنجشېر لاره؛ بلکي د افغانستان اکثره عامه سړکونه د جګړو، په ساختماني چارو کې د ټیټ کیفیت لرونکو موادو د کارونې او د درنو باروړونکو موټرو د تېرېدو له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوي او یا تر یوه حده زیانمن شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjhme8ouqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته