کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په نړۍ کې د اټومي جګړې د پیل په اړه خبرداری ورکړ

11 اسد 1401 ساعت 10:46

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اټومي وسلو د نه خپریدو د تړون په لسم بیاکتنې کنفرانس کې په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې نړۍ د اټومي جګړې په درشل کې ده او دا مسئله د سړې جګړې له اوج څخه نه ده لیدل شوې.


آوا: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دوشنبې په ورځ (اسد ۱۰) د اټمي وسلو د نه خپراوي د تړون د بیاکتنې په لسم کنفرانس کې چې د (NPT) په نامه یادېږي، وویل چې د اوکراین جګړه، په اسیا کې د اټومي ګواښونو او د منځنی ختیځ او یو شمیر نور عوامل په نړۍ کې یو له مهمو اندیښنو څخه دی.
 
هغه وویل چې انسانیت د اټومي تخریب څخه یوازې یوه غلطه پوهه یا غلطه محاسبه ده.
 
ښاغلي ګوتریش دې ته په اشارې سره چې اوس مهال شاوخوا دیارلس زره اټومي وسلې د ځینو هېوادونو زېرمه شوي دي، زیاته کړه چې حکومتونه د هغو وسلو د تولید لپاره چې زموږ په سیارې کې ځای نه لري په سلهاو ملیاردونه ډالر د ذخیره کولو او د ناسم امنیت په لټه کې دي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې د تضمین یوازینۍ لار د اټومي وسلو څخه کار نه اخیستل او د هغوی له منځه وړل دي.
 
د يادونې وړ ده، چې پر اوکراين د روسيې له يرغل او د لوېديځو هېوادونو او روسيې تر منځ د ترينګلتيا له زياتېدو وروسته د اټومي وسلو د کارولو خطر يو ځل بيا زيات شوى دى.
 


د مطلب کود: 256501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256501/د-ملګرو-ملتونو-عمومي-منشي-په-نړۍ-کې-اټومي-جګړې-پیل-اړه-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com