کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د خیریه کارتونو دوه تنه جعلکاران ونیول شول

11 اسد 1401 ساعت 14:02

د هرات امنيتي چارواکي وايي، دوه تنه چې د خيريه موسسو جعلي کارتونه يې په خلکو وېشل او له هغوى څخه يې پيسې اخيستې، پيژندل شوي او نيول شوي دي.


آوا - د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود شاه رسولي وايي، د پولیسو له لوري دوه تنه هغه کسان نیول شوي چې د خیرات په نوم یې خلکو ته کارتونه وېشل او ترې پیسې اخیستل. .
 
ده زياته کړه چې دغه کسان د هرات له دويمې ناحيې څخه له زياتو جعلي کارتونو سره يوځاى ونيول شول.
 
د رسولي په وينا، دغو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او د امنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.
 


د مطلب کود: 256513

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256513/په-هرات-کې-د-خیریه-کارتونو-دوه-تنه-جعلکاران-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com