افغان غږ خبری آژانس - د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود شاه رسولي وايي، د پولیسو له لوري دوه تنه هغه کسان نیول شوي چې د خیرات په نوم یې خلکو ته کارتونه وېشل او ترې پیسې اخیستل. .
ده زياته کړه چې دغه کسان د هرات له دويمې ناحيې څخه له زياتو جعلي کارتونو سره يوځاى ونيول شول.
د رسولي په وينا، دغو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او د امنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.