افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سیف الرحمن محمدي له
افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې د دغې پروژې د ځنډیدو خبر تائید کړ او ویې ویل: کلتوري ميراثونو د ساتنې نړيوال سازمان د دغه ښار د جوړولو کار ودراوه.
پرون د باميانو ولايت زوړ ښار د بيارغونې او بيا احيا په موخه پرانيستل شو. خو دا د هغو کسانو له غبرګون سره مخ شوه چې د تاریخي چارو او کلتوري میراثونو د ساتنې موسسو په اړه پوهیږي.
د هېواد په پوهنتونونو کې د لرغون پېژندنې یو شمېر استادانو اعلان وکړ چې د دغه ښار بیا رغول د یونسکو له لېست څخه د بامیان د لرې کېدو خطر زیاتوي.
خو د باميانو ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د لرغون پېژندنې د متخصصينو او د نړيوال فرهنګي ميراثونو د ساتنې ادارې له لوري تر هر اړخيزو څېړنو پورې د دغه ښار د بيارغونې چارې درول کېږي او هېچا ته په يادو سيمو کې د جوړېدو اجازه نه ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده چې د باميانو زوړ ښار د کوشانيانو د زوړ ښار پر سر جوړ شوى او د دغه تاريخي ښار پاتې شوني اوس هم د هغو هټيو د کنډوالو په حال کې دي چې په تېرو سلو کلونو کې جوړ شوي او په اړه يې علمي او هر اړخيزه څېړنه نه ده شوې. تر اوسه ترسره شوی.