کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې له یو میلیارد ډالرو څخه زیاتې شوې

11 اسد 1401 ساعت 15:31

د هېواد مرکزي بانک وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په دوام کې نن کابل ته ۴۰ میلیونه ډالره نور هم رسېدلي دي. په دې توګه به په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د دغو مرستو مجموعي اندازه ۱ میلیارد ۳۳ میلیونه ډالرو ته ورسیږي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام نن (د اسد ۱۱) کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بسته راورسیده.
 
د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې، دغه اندازه پیسې په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوي دي.
 
د دې ۴۰ میلیونو ډالرو په رارسیدو سره به پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه له ۱ میلیارد ۳۳ میلیونو ډالرو څخه زیاته شي.
 


د مطلب کود: 256522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256522/له-افغانستان-سره-د-نړیوالې-ټولنې-نغدي-مرستې-یو-میلیارد-ډالرو-څخه-زیاتې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com