کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د کانګرس ودانۍ ته څېرمه په ډزو کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي

11 اسد 1401 ساعت 15:39

امریکايي سرچینو تایید کړې، چې د دغه هېواد د کانګرس ودانۍ ته څېرمه د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.


آوا: امریکايي چارواکو اعلان کړی، چې د دوشنبې په شپه په واشنګټن ډي سي کې د کانګرس له ودانۍ څخه په لږ واټن کې په ډزو کې 5 تنه ژوبل شوي او یو تن وژل شوی دی.
 
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د واشنګټن ډي سي د پولیسو مشر د دوشنبې په شپه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: ډزې په سیمه ییز وخت شاوخوا ۲۰:۳۰ دقیقیو کپ ترسره شوې دي. په دې پيښه کې ټپيان شوي پنځه تنه روغتون ته ليږدول شوي دي او روغتيايي حالت يې تراوسه پورې معلوم نه دى.
 
هغه زياته کړه، چې د دې ډزو لامل تر اوسه نه دى معلوم او پوليس نه پوهېږي، چې دغه کسان يو بل پېژني او که نه. داسې ښکاري چې د ډزو پر مهال ګڼ شمېر کسان موجود وو او په اړه یې پلټنې روانې دي. په امریکايي ټولنو کې د تاوتریخوالي له څپې سره د مقابلې لپاره هڅې روانې دي، خو داسې ښکاري چې په ټولنه کې داسې کسان شته چې خپل انسانیت یې له لاسه ورکړی دی.
 
د کینګ مین پارک د ډزو ځای د پلازمینې شمال ختیځ لوري ته نږدې اعلان شوی. یوه عیني شاهد وویل چې هغه لږترلږه د ۱۵ ډزې اوریدلي.
 
د چارواکو په وینا، د دوشنبې په شپه د څو ساعتونو په اوږدو کې درې نورې ډزې وشوې، چې هیڅ یو یې قربانیان نه دي.
 
د یادولو وړ ده چې امریکايي شبکې "NBC" مخکې راپور ورکړی و چې په داسې حال کې چې متحده ایالات د وسلو د لیږد له امله د مرګ ژوبلې د زیاتوالي شاهد دي، د متحده ایالاتو د استازو جرګې یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د وسلو تولیدونکي متحده ایالاتو په تیره لسیزه کې د یو ملیارد ډالرو څخه زیاتې وسلې مصرف کړي، دوی په ملکي خلکو د برید کولو وسلو په پلورلو پیسې ترلاسه کړې.
 
تازه احصایې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې تر اوسه په امریکا کې تر ۳۷۰ ډېر ډله ییزې ډزې شوې دي. دې اندېښمنونکي احصایې هغه خلک چې د وسلو کارولو په اړه د سختو قوانینو غوښتونکي دي د متحده ایالاتو له قضایی چارواکو څخه په لوړ غږ سره خپلې غوښتنې راپورته کړي.
 


د مطلب کود: 256524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256524/د-امریکا-کانګرس-ودانۍ-ته-څېرمه-په-ډزو-کې-یو-تن-وژل-شوی-او-پنځه-نور-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com