دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 256555
د القاعدې د انتقام په اړه د امریکا اندیښنه
د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو د خبر له خپریدو وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د دغې ترهګرې ډلې د غړیو له خوا د غچ اخیستنې د احتمال په اړه خبرداری ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (سه شنبه د اسد ۱۱مه) خبرداری ورکړ چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل ښايي د القاعدې پلویان دې ته اړ کړي چې امریکايي تاسیسات او اتباع په نښه کړي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "دا ممکنه ده چې د الظواهري له مړینې وروسته، د القاعدې یا د هغې پورې تړلو ترهګرو سازمانونو ملاتړي د متحده ایالاتو په تاسیساتو، پرسونل او اتباعو د بریدونو هڅه وکړي."
 
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعدې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د لا زیاتو امکاناتو اعلان کړی دی.
 
ایمن الظواهري دوه ورځې وړاندې د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
 
https://avapress.com/vdcdk90xkyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته