کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بانکي ستونزي د تاجکستان برېښنا شرکت ته د پور د ورکړې مخه نیولې ده

12 اسد 1401 ساعت 14:08

د تاجکستان د برښنا شرکت د چارواکو په وینا، د افغانستان د "برشنا" شرکت د دغه هېواد بانکونو ته د پیسو د جمع کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی او له همدې امله نه شي کولای تاجکستان ته خپل پور پر وخت ورکړي.


آوا: د تاجکستان د برښنا شرکت ویلي دي چې افغانستان د دغه شرکت ۲۸ میلیونه ډالره پوروړی دی او د «برشنا» شرکت د دغه هیواد بانکونو ته د پیسو په جمع کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی. او له همدې امله، پیسې نشي ورکولی.
 
دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د انرژۍ وزارت په داسې حال کې چې د افغانستان د برېښنا د واردولو لپاره له تاجکستان او ازبکستان څخه څه باندې سل میلیونه ډالره پور تایید کړ، اصلي ستونزه یې د دغو دواړو هېوادونو د بانکونو پورې تړلې وبلله چې په دې برخه کې یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
تاجکستان افغانستان ته د برېښنا له عمده صادروونکو هېوادونو څخه دی او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې دغه هېواد ته ۷۳۴ میلیونه کیلو واټ ساعت برېښنا صادره کړې ده.
 
وروسته له هغه چې شاوخوا یو کال مخکې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، تاجکستان خپل ګاونډي ته د برېښنا رسولو مخه ونه نیوله، سره له دې چې پر اسلامي امارت نیوکه کوي.
 


د مطلب کود: 256579

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256579/بانکي-ستونزي-د-تاجکستان-برېښنا-شرکت-ته-پور-ورکړې-مخه-نیولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com