دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 256580
د کابل په کارته سخي سیمه کې نښته او ډزې
عيني شاهدان وايي، د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند د کارته سخي په سيمه کې سخته جګړه او ډزې روانې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه ډزې نن چهارشنبه د اسد په ۱۲ مه د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند کارته سخي زیارت ته څېرمه په شفیع کوڅه کې پیل شوې او لا هم روانې دي.
 
د طالبانو ویاند د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د جګړې پخلی کوي او وايي چې د دې ډلې ځواکونه د چاڼیزو عملیاتو په حال کې وو چې له یوې لوړپوړې ودانۍ څخه پرې ډزې وشوې.
 
د طالبانو د ویاند په وینا دا کور اوس مهال د طالبانو له خوا محاصره دی.
 
په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیو کې د ډزو غږ اورېدل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcbw0b5grhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته