دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 256609
په فراه کې د وروستیو سیلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي
د فراه ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله دوه تنه مړه شوي او سلګونه کورنۍ زيانمنې شوې، مواصلاتي لارې تړل شوې او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات:  محمد نسیم سرهنګ؛ د فراه د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس وايي، چې د فراه د ګلستان ولسوالۍ په دهن مومن، رباط غازي، کنيوان، جوکي، فقيران او غوريان سيمو کې د سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
 
د هغه په ​​وينا، په وروستۍ ترسره شوې سروې کې د وروستيو اورښتونو له امله ٣٩٢ کورنۍ زيانمنې شوې، چې له امله يې د دوو کسانو (يوه ښځه او يو نارينه) د وژل کېدو ترڅنګ، ٣١٩ جريبه کرنيزه ځمکه، د ٢٧٦ کورونو دروازې تخريب شوې دي. د باغونو ۸۱ دروازې، د غواګانو ۲۳۴ غوجلونه، ۵۱ د کرنیزو محصولاتو د راټولولو فابریکې، ۶۷ سولر تختې او ۸۵۰۰ متره د اوبو پمپ پایپونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
 
سرهنګ زياته کړه، چې د دغو سېلابونو له امله يو له مهمو زيانونو څخه د اوبو د انتقال د بندونو، عامه سړکونو، پلچکونو او ويالو تخريب او د ترانسپورتي لارو تړل دي.
 
په همدې حال کې د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر سراج الدين مزمل هم وايي، چې درې ورځې وړاندې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست طبي ډله د سېلاب ځپلو د درملنې په موخه ګلستان ولسوالۍ ته تللې او تر اوسه يې د شاوخوا درې سوه ناروغانو درملنه کړې ده.
 
د هغه په ​​وينا، د سېلاب ځپلو د هر اړخيزې درملنې په اړه روغتيايي ډلې ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې شوې دي.
 
له بلې خوا د فراه ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس مولوي عبدالجبار جلالي وايي، چې د دوى رياست له لوري په دغه ولايت کې پر ١٢٧ زيانمنو شويو کورنيو (د هرې کورنۍ لپاره ٢٥ کيلو ګرامه وريجې او دوه بورۍ شين چاى) مرسته ووېشل شوه.
 
د هغه په ​​وينا، د دغه ولايت په ګلستان او بالابلوک ولسواليو کې د درېيو شهيدانو او دوو ټپيانو پر وارثانو خوراکي توکي لکه وريجې، بوره، چاى او نور توکي ووېشل شول.
 
ویل کېږي چې د فراه او هرات په ګډون د هېواد د لوېدیځو ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdz90xnyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته