کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کارته سخي کې څلور داعش وسله وال ووژل شول

13 اسد 1401 ساعت 9:18

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر پاڼې په خپرولو سره د کابل ولایت په کارته سخي سیمه کې تېره ورځ چهارشنبه (اسد ۱۲) نښتې ته په اشارې سره ویلي، چې دغه عملیات د داعش د پټنځایونو پر ضد ترسره شوي او په ترڅ کې یې ۴ داعشیان وژل شوي.


آوا: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په یو لړ پیغامونو کې د کابل په کارته سخي سیمه کې پرون چهارشنبه (اسد ۱۲) د جګړې په اړه ویلي چې د کابل د کارته سخي په سیمه کې د داعشیانو په پټنځایونو یی عملیات ترسره کړي.
 
مجاهد د خپل پیغام په یوه بله برخه کې ویلي چې د دغو عملیاتو په پایله کې ۴ خوارج وژل شوي، یو بل ژوندی نیول شوی او په زیاته اندازه وسلې او مهمات د اسلامي امارت د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند په وینا؛ داعش پلان درلود چې له دغه مرکز څخه د محرم په ورځو کې زموږ په شیعه هیوادوالو چې په کارته سخي سیمه کې په لوی شمیر راټولیږي، برید وکړي.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د محرم په میاشت کې د هیوادوالو د امنیت په ساتلو ډیر ټینګار کوي.
 


د مطلب کود: 256610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256610/په-کارته-سخي-کې-څلور-داعش-وسله-وال-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com