دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 256610
په کارته سخي کې څلور داعش وسله وال ووژل شول
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر پاڼې په خپرولو سره د کابل ولایت په کارته سخي سیمه کې تېره ورځ چهارشنبه (اسد ۱۲) نښتې ته په اشارې سره ویلي، چې دغه عملیات د داعش د پټنځایونو پر ضد ترسره شوي او په ترڅ کې یې ۴ داعشیان وژل شوي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په یو لړ پیغامونو کې د کابل په کارته سخي سیمه کې پرون چهارشنبه (اسد ۱۲) د جګړې په اړه ویلي چې د کابل د کارته سخي په سیمه کې د داعشیانو په پټنځایونو یی عملیات ترسره کړي.
 
مجاهد د خپل پیغام په یوه بله برخه کې ویلي چې د دغو عملیاتو په پایله کې ۴ خوارج وژل شوي، یو بل ژوندی نیول شوی او په زیاته اندازه وسلې او مهمات د اسلامي امارت د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند په وینا؛ داعش پلان درلود چې له دغه مرکز څخه د محرم په ورځو کې زموږ په شیعه هیوادوالو چې په کارته سخي سیمه کې په لوی شمیر راټولیږي، برید وکړي.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د محرم په میاشت کې د هیوادوالو د امنیت په ساتلو ډیر ټینګار کوي.
 
https://avapress.com/vdcfyvd0xw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته