دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 256612
په راتلونکو شپږو میاشتو کې به په کندز کې ۵۰۰ پولیس وروزل شي
د هېواد په شمال ختيځ کې د کندز امنيتي چارواکي وايي، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د کندز د شمال ختيځ زون د پوليسو په اکاډمۍ کې د ملي پوليسو پنځه سوه سرتېري مسلکي، نظامي او ديني زده کړې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عبیدالله عابدی؛ د کندز د پولیسو ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه ځواکونه د چهارشنبې په ورځ د اسد په ۱۲مه د کندز ولایت د شمال ختیځ زون د پولیسو روزنیز اکاډمۍ ته د مسلکي او نظامی زده کړو د ترلاسه کولو په موخه شامل شوي دی.
 
د هغه په ​​وينا، دغه ځواکونه د کندز، بغلان، بدخشان او تخار له ولايتونو څخه دي، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د تجربه لرونکو او مسلکي ښوونکو له خوا وروزل شي.
 
په همدې حال کې د روان کال د وږي په ١٣مه، د کندوز د پوليسو له اکاډمۍ څخه ٤٥٠ امنيتي سرتېري له شپږ اونيو زده کړو وروسته فارغ شول.
 
https://avapress.com/vdchz-nii23nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته