دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 256622
په هېواد کې د اوبو څخه د برښنا تولید ۲۴ سلنه زیات شوی
برښنا شرکت د خپل کلني راپور او محاسبې له وړاندې کولو سره سم، د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال د برښنا د انرژۍ په برخه کې ۲۴ سلنه زیاتوالی او د ۲۴.۸ میلیارد افغانیو عوایدو د راټولولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه شرکت د چارواکو په وینا؛ د تېر یوه کال په ترڅ کې د ۳۵۰ میګاواټو په ټولیز ظرفیت سره د تجدید وړ انرژۍ د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مسوده ترتیب شوې او په ۸ ولایتونو کې د ۲۴ میګاواټو په ظرفیت د ۸ سولر هایبرډ پروژو تخنیکي مطالعه بشپړه شوې ده.
 
د دغه شرکت د راپور له مخې، د افغانستان ۷۸ سلنه برښنا وارداتي او یوازې ۲۲ سلنه یې له کورنیو سرچینو تولیدېږي.
 
د برښنا شرکت په راپور کې راغلي چې په تېر یوه کال کې دغه شرکت توانېدلی چې د برښنا صادرونکو هېوادونو ته څه باندې ۱۳۸ میلیونه امریکايي ډالر ورکړي او ۴۳۰۳۴ نوي میترونه یې مشتریانو ته وېشلي.
 
د دغه شرکت د راپور پر بنسټ، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د لېږد پروژې لومړی پړاو، له شبرغان څخه تر دشت الوان پورې ۷۵ سلنه بشپړ شوی، له دشت الوان څخه تر آرندې پورې د دویم فاز چارې ۹۱ سلنه بشپړې شوی.
 
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې دښمنانو د برښنا ۳۸ پولونه د ماینونو په وسیله ویجاړ کړي او ۵۴ پایې یې په جزوي توګه زیانمنې کړي، چې د تخنیکي ټیم په هلو ځلو بیا ورغول شوي دي.
 
د برښنا شرکت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د افغانستان د برښنا شرکت د پیرودونکو په شمېر کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی، ۵۰ زره پیرودونکي په سیستم کې ثبت شوي او د برښنا ضایعات ۱،۲ سلنه کم شوي دي. پدې معنی چې د بریښنا مصرف شفاف دی، تحویلي او د شرکت عواید به لوړ شي.
 
برښنا شرکت په داسې حال کې خپل کلنی راپور خپروي، چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه د پلازمېنې ښار اوسېدونکي تل د برښنا او دوامداره برښنا له نشتوالي شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcirqarrt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته