دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 256624
فراه کې د ځمکې لاندې اوبو په کچه کې ۳۰ سلنه کموالی/ بزګران دې د اوبو په کارولو کې احتیاط وکړي
د فراه ولایت د اوبو د تنظیم ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه د زیاتې استفادې له امله د دغو سرچینو کچه ۳۰ سلنه راټیټه شوې ده. په همدې موخه دغې ادارې له کروندګرو وغوښتل چې د اوبو په کارولو کې له احتیاطه کار واخلي.
افغان غږ خبری آژانس: د فراه ولایت د اوبو د تنظیم رئیس برهان الدین مینوال وايي، د دوی موندنې ښيي چې په فراه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ متره راټیټه شوې ده.
 
وچکالي او د اوبو کمښت د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې یو جدي بحران دی.
 
د فراه ولايت يو شمېر کروندګروايي چې د اوبو د کمښت له امله يې کروندې ويجاړې شوې دي.
 
د فراه ولايت يو تن کروندګر عبدالستار وويل: «څو کاله وړاندې په فراه ولايت کې د اوبو سطحه ډېره لوړه وه او موږ د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره د سمندر له اوبو کار اخستل. خو اوس دې حالت موږ اندېښمن کړي یو.
 
په همدې حال کې د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت له کروندګرو غوښتي چې د ځمکې لاندې اوبو په کارولو کې احتیاط وکړي.
 
د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي فیصل وايي، په فراه ولایت کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله کروندګر باید د خپلو حاصلاتو کرلو ته جدي پاملرنه وکړي او د ځمکې لاندې اوبو له زیات استعمال څخه ډډه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcauinuy49nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته