کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اذربایجان پر دیوالونو د بیرغونو او مذهبي شعارونو لګول منع شول

13 اسد 1401 ساعت 12:04

د محرم د میاشتې په رارسیدو سره د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې اعلان کړی چې په کورونو، کوڅو، بازارونو او باندنیو برخو کې له دولتي بیرغ پرته د نورو ټولو بیرغونو نصبول جرم دی.


آوا - کابل: د اذربایجان حکومت په داسې حال کې د بیرغونو او مذهبی لیکنو له نصبولو منع کوی چې ویل کیږی د ترکیې او اسرائیلو بیرغونه په آزاده توګه په ټولو سړکونو او حتی د دغه هیواد په دولتی دفترونو کې لګول کیږی.
 
ویل کیږي چې د باکو پولیسو په دې وروستیو کې په اذربایجان کې د یوې شیعه کلتوري فعالې مېرمن سیده شهلا پر کور چاپه وهلې او د هغې د کور له دیواله یې د یا حسین یا عباس شعارونه لیرې کړي او افراطي شعارونه یې ورته ویلي دي او دا مېرمن یې وهلې ده.
 
د آذربایجان جمهوریت یو اسلامي هیواد دی، د نفوس اکثریت شیعه او د اهل بیت (ع) پیروان دي؛ خو په دې وروستیو کې د اسرائیلو د رژیم تر اغېز لاندې راغلی دی.
 
بايد يادونه وشي چې د اذربايجان او ارمنستان ترمنځ په تېرو جګړو کې د نړۍ شيعه ګان په ځانګړې توګه د ايران او افغانستان اسلامي جمهوريت د ارمنستان پر وړاندې د دغه هېواد ملاتړ کاوه.
 


د مطلب کود: 256630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256630/د-اذربایجان-پر-دیوالونو-بیرغونو-او-مذهبي-شعارونو-لګول-منع-شول

آوا
  https://www.avapress.com