کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محرم د تاریخ جوړونکي غورځنګ پیل دی

13 اسد 1401 ساعت 13:52

د محرم د میاشتې او د امام حسین (ع) د شهادت د ورځې په مناسبت د کندهار ولایت خلک هم د هیواد د نورو ښاریانو په شان د دغه ښار په جوماتونو کښې د امام حسین (ع) د شهادت په مناسبت ماتمونه کوي. د دوی په اند، په اسلامي کلتور کې محرم د ژوندي تاریخ، خونړي انقلاب، ښکاره ظلمونو مجموعه ده.


آوا - کندهار: د محرم د میاشتې له رارسیدو سره سم، د امام حسین (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت؛ حجت الاسلام والمسلمین محمد نبي حسیني د کندهار ښار اوسېدونکی له آوا سره په مرکه کې وویل: محرم د امام حسین (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت د ټولو مسلمانانو لپاره د غم میاشت دي. دا هغه میاشت ده چې د شهیدانو سردار او ۷۲ تنه ملګري یې د کربلا په سوړنده میدان کې په تږو شونډو شهیدان شول.
 
نوموړی زیاتوي؛ د محرم په میاشت کې مسلمانان په ټولو جوماتونو کې د امام حسین (ع) ماتم کوي، اوښکې تویوي او خلکو ته خیراتونه ورکوي.
 
دده په وینا؛ دغه مراسم د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل او د امام حسین (ع) په درناوۍ د ځیګر په ټکولو سره پای ته ورسیدل.
 
اسدالله په کندهار کي د تاريخ د پوهنځي استاد وايي: په اسلامی کلتور کښې محرم د ژوندي تاریخ، خونړی انقلاب، ښکاره ظلم او د بې مثاله عواطفو مجموعه ده.
 
هغه زیاتوي چې د محرم میاشت د اسلام د سپیڅلي مقاومت د خوندیتوب وخت دی.
 
د ده په وینا؛ محرم تاریخ دی، خو د ژوند، کار، فعالیت، مصرف او راکړې ورکړې عادي او ورځنی تاریخ نه دی، بلکې په تحریف شوي ټولنیز نظام کې د اصلاحاتو د پیل نیټه او د اسلام هیر شوي تعلیمات دی، محرم د ژور بدلون او تاریخ جوړونکي انقلاب تاریخ دی.
 
د اسدالله له نظره؛ محرم د فاسد کلتور او فاسد سیاسي نظام پر وړاندې د انقلاب تاریخ دی چې د اسلامي خلافت په نوم رامینځته شوی. دا تاریخ په تیرو پورې اړه نه لري، بلکې د تاریخ جوړونکي غورځنګ پیل دی.
 
د دغه ښار یو بل ښاریز احمد الله هم محرم میاشت د ماتم میاشت ګڼي او وايي: په دې میاشت کې امام حسین (ع) له خپلو ۷۲ ملګرو او ماشومانو سره په کربلا کې شهید شو او د امام له شهادت څخه وروسته د هغه کورنۍ ونیول شوه او شتمنۍ یې لوټ شو.
 
هغه زیاتوي چې په دې میاشت کې مسلمانان په خندا نه لیدل کیږي او هر څوک په ماتم کې وي. په دې میاشت کې خلکو ته شیدې او شربت ورکول کیږي تر څو د خپل امام تږې شونډې یاد کړي.
 
د يادونې وړ ده چې د محرم د مياشتې او د سيد الشهداء (ع) د شهادت د ورځې په مناسبت د هېواد په مختلفو سيمو کښې خلک د ماتم د غونډو په جوړولو سره نمانځي کوي.
 


د مطلب کود: 256635

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256635/محرم-د-تاریخ-جوړونکي-غورځنګ-پیل-دی

آوا
  https://www.avapress.com