آوا: رویټرز د اسلامي امارت د یوه چارواکي د نوم له اخیستو پرته خبر ورکړی، چې د دوی جګپوړي مشران د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه د امریکايي چارواکو د ادعا په اړه څېړنې کوي.
په همدې حال کې په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین خبریالانو ته په استولي شوي پیغام کې ویلي چې تر اوسه یې له رسنیو سره د اسلامي امارت د دریځ په اړه کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.
شاهین زیاته کړه چې جزئیاتو او په کابل کې د اسلامي امارت د چارواکو غبرګون ته منتظر دی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ویلي چې دوی لا هم د دوحې د سولې هوکړې ته ژمن دي چې له امریکا سره یې لاسلیک کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ایمن الظواهري د وژلو ادعا وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د القاعدې د مشر ته په ځای ورکولو سره سره د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.
َ
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په کابل ښار کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید تایید او غندلی، خو ویلي یې دي چې په کوم کور کې برید شوی تش وو.