دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 256676
د افغانستان په اړه د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې
د امریکا متحده ایالاتو او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د کمبوډیا د غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: محمد بن عبدالرحمن؛ د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۱۳) د قطر د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټویټ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د لیدنې په اړه اعلان وکړ او ویې ویل چې دا لیدنه د کمبودیا د غونډې په څنډه کې شوې ده.
 
د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټ کې ویلي، چې په دې کتنه کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې.
 
دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ امریکا هغه کور په نښه کړ چې ویل کېږي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کې اوسېده.
 
اسلامي امارت د دغه برید په غندلو سره امریکا د دوحې د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورنه کړه.
https://avapress.com/vdchq-ni-23nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته