کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولس ته د حکومت حساب، د ریل پټلۍ ادارې د یوه کال عواید ۲،۵ میلیارده افغانیو ته رسېدلي

14 اسد 1401 ساعت 20:50

ولس ته د حکومت د حساب ورکونې د پروسې په دوام د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ریاست هم د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره خپلې یو کلنې دندې او لاسته راوړنې شریکې کړې او د لېږد له لارې یې څه باندې ۲،۵ میلیارده عواید راټول کړي دي.


آوا - کابل: د دې ادارې مسوولینو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د دې ادارې د ټولو تجهیزاتو ساتنه او پالنه، و ازبکستان او ایران هیوادونو ته د دې ادارې د مشرتابه سفرونه. د سازماني جوړښت بیاکتنه او اصالحات، د سوداګریزو او غیر سوداګریزو ملکیتونو لیږد او د نیمایي پروژو پیل کول؛ دا په تیر کال کې د دې ادارې یوه له مهمو لاسته راوړنو څخه ده.
 
په دغه کنفرانس کې د اورګاډي پټلۍ ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت وویل: په تېر یوه کال کې د اورګاډي اداره توانېدلې چې د ۳ میلیونه ۴۵۶ زره ۸۴۲ مټریک ټنه سوداګریزې د لېږد رالېږد لپاره زمینه برابره کړي.
 
دده په وینا؛ افغانستان ۲۳۰ کیلومتره رېل پټلۍ لري چې اوس مهال شاوخوا څلور زره کسان په مستقیم ډول د هرات او آقینې د اورګاډي د کښته کولو، بارولو او خدماتو په برخو کې په کار بوخت دي.
 
د ده د څرګندونو له مخې: په تير يوه کال کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سړکونو او ښار جوړولو وزارت له مقاماتو سره د افغان کارګرانو د استخدام او د نيمه بشپړو شويو پروژو د پيل په باب لازم تدبيرونه نيول شوي دي. د هرات – خواف ریل پټلۍ د دریم فاز د بشپړولو لپاره هڅې روانې دي چې یو د مهمو پروژو څخه دی چی باید عملي شي.
 
د دې ادارې مسوولین ټینګار کوي چې د رېل پټلۍ اداره هوډ لري چې د آقینې تر اندخوی رېل پټلۍ کار بشپړ کړي او هڅه یې کړې چې د ازبکستان او پاکستان له هېوادونو سره هم لازمه همغږي رامنځته کړي او په پام کې ده چې د دغو دواړو هېوادونو د پلاوو سره خبرې وکړي. د افغان ټرانس پروژې پلي کول، چې مرکزي اسیا به له جنوبي اسیا سره نښلوي، تخنیکي بحثونه پیل کړي.


د مطلب کود: 256690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256690/ولس-ته-د-حکومت-حساب-ریل-پټلۍ-ادارې-یوه-کال-عواید-۲-۵-میلیارده-افغانیو-رسېدلي

آوا
  https://www.avapress.com