کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شمال کې د امریکا ضد پراخې مظاهرې؛ د «مرګ پر امریکا» شعارونه پورته شول

15 اسد 1401 ساعت 9:30

د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د بلخ، کندز او بدخشان په زرګونو اوسېدونکو هم د «مرګ پر امریکا» شعارونه ورکړل او د دغه هېواد وروستی برید یې د افغانستان پر خاوره تېری وباله.


آوا - مزارشریف: په داسې حال کې چې په کابل کې مظاهرې پیل شوې، په بلخ، کندز او بدخشان ولایتونو کې هم د هېواد په زرګونو اوسېدونکو د امریکا د وروستي برید په غبرګون کې مظاهرې وکړې.
 
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو آوا ته وویل: د مزارشریف ښار سلګونو اوسېدونکو د افغانستان په خاوره کې د امریکا د مداخلې پر ضد لاریون وکړ.
 
د دوى په وينا، لاريون کوونکو ويل، چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او هېڅ بهرنى هېواد په کې د لاسوهنې حق نه لري.
 
لاریون کوونکو ټینګار کړی، چې افغان ولس به د هر متکبر هېواد پر وړاندې ودرېږي او تیاره به یې کړي او د اسلام او افغانستان د دښمنانو د توطیو او دسیسو پر وړاندې د ټول ملت د یووالي او دسیسو په وړاندې د مبارزې لپاره جدي اړتیا ده.
 
لاريون کوونکو په خپل پرېکړه ليک کې دا هم ويلي، چې امريکا د افغانستان په خاوره کې لاسوهنه د ټولو ملي او نړيوالو اصولو خلاف بولي او موږ يې غندو.
 
دوی د نړۍ له هېوادونو هم غوښتي چې په افغانستان کې د امریکا د مداخلې مخه ونیسي چې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی.
 
د بلخ تر څنګ د کندوز په زرګونو ښاریانو هم د ښار په عامه چوک کې لاریون وکړ او مرګ پر امریکا یې شعارونه ورکول.
 
لاريون کوونکو په کابل کې د امريکا د وروستي هوايي بريد د غندلو ترڅنګ، مرګ پر امريکا د شعارونو په ورکولو سره دغه هېواد يرغلګر وباله او ټينګار يې وکړ، چې امريکا بايد نور له درواغو خبرې ونه کړي.
 
دغه راز د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار او د دغه ولايت د بهارک او کشم په ولسواليوکې هم د امريکا د وروستي بريد په وړاندې پراخ لاريون وکړ او د افغانستان په هوايي حريم باندې يې د دغه هېواد هوايي بريدونه وغندل.
 
نن په کابل، ننګرهار، پکتیکا، خوست، غور او بادغیس ولایتونو کې هم د امریکا پر ضد پراخ لاریونونه وشول.
 
امریکايي برید د اسد په ۹ د یکشنبې په ورځ د کابل په وزیر اکبر خان او شیرپور کې وشو او امریکایانو ادعا وکړه چې ایمن الظواهري؛ دوی د القاعدې مشر وواژه.
 


د مطلب کود: 256706

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256706/په-شمال-کې-د-امریکا-ضد-پراخې-مظاهرې-مرګ-پر-شعارونه-پورته-شول

آوا
  https://www.avapress.com