کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د داعش د ټولو مرکزونو په ویجاړولو سره پر ماتم کوونکو د برید پلانونه شنډ شول

15 اسد 1401 ساعت 10:18

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې ټول هغه مرکزونه چې د ماتم کوونکو د امنیت د ګډوډولو موخه یې درلوده، له منځه وړي دي.


آوا - مزارشریف: اته ورځې تیرې شوې چې په مزارشریف ښار او بلخ ولسوالیو کې د ماتم مراسم ترسره شول.
 
د اسلامي امارت ځواکونه د ټولو هغو جوماتونو په دروازو کې حضور لري چې د حسیني ماتم د مراسمو امنیت تامینوي.
 
د محرم په لومړیو ورځو کې د بلخ پولیس ویلي چې ځانګړي ځواکونه به د ماتم کوونکو امنیت ټینګ کړي او تر اوسه یې خپلې ژمنې پوره کړې دي.
 
د ماتم په لومړیو ورځو کې د بلخ پولیسو د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې د داعش د یوه ځواک د نیولو اعلان وکړ او د دغه کس له نیول کېدو وروسته د داعش یو مرکز هم ویجاړ شو.
 
د بلخ پولیس له اتو ورځو وروسته وايي چې د دوی ځواکونو په جدي توګه امنیت ټینګ کړی او په ښار کې یې لومړۍ درجه احضارات اعلان کړي دي.
 
محمد آصف وزیري؛ د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند نن سې شنبه د اسد په ۱۵مه، آوا ته وویل: زموږ ټول امنیتي ځواکونه د محرم له لومړۍ ورځې راهیسې د حسیني عزادارانو امنیت ټینګوي. په ښار کې لومړۍ درجه احضارات اعلان شوي او په ښار کې مو پوستې زیاتې کړي دي.
 
هغه زیاته کړه: موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې د دوی امنیت تامین دی او خپلو مراسمو ته په ډاډه زړه دوام ورکړي.
 
د بلخ د پولیسو ویاند وویل: دا مهال کوم ګواښ نشته. د مزار شریف په لسمه ناحیه کې مو د داعش د یوه غړي په نیولو سره د داعش ټول مرکز له منځه یووړ.
 
هغه څرګنده کړه: ځینو کسانو ویلي چې په بلخ کې امنیتي ځواکونو د شیعه ګانو د ماتم مخه نیولې چې موږ یې ردوو. خو زموږ ځواکونه په زیانمنو ځایونو کې چې پر سړکونو یې د خلکو د راغونډېدو سبب کیږي مخه یی نیول شوی ده؛ خو په عموم کې، دوی په هیڅ ځای کې خنډ نه دي رامنځته کړي او زموږ ځواکونه ژمن دي چې د شیعه وروڼو امنیت تامین کړي.
 
په همدې حال کې د مزارشریف ښاریانو د امنیت په تامین کې د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او مننه یې وکړه.
 
سيد شاه؛ د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې يو تن اوسيدونكي آوا ته وويل: حسيني عزادارۍ او عزاداران د اسلامي امارت له ټولو ځواكونو مننه كوي چې د عزادارانو د امنيت په تامين كې يې لاس لاس لري.
 


د مطلب کود: 256712

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256712/په-بلخ-کې-د-داعش-ټولو-مرکزونو-ویجاړولو-سره-پر-ماتم-کوونکو-برید-پلانونه-شنډ-شول

آوا
  https://www.avapress.com