دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 256712
په بلخ کې د داعش د ټولو مرکزونو په ویجاړولو سره پر ماتم کوونکو د برید پلانونه شنډ شول
د بلخ امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې ټول هغه مرکزونه چې د ماتم کوونکو د امنیت د ګډوډولو موخه یې درلوده، له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: اته ورځې تیرې شوې چې په مزارشریف ښار او بلخ ولسوالیو کې د ماتم مراسم ترسره شول.
 
د اسلامي امارت ځواکونه د ټولو هغو جوماتونو په دروازو کې حضور لري چې د حسیني ماتم د مراسمو امنیت تامینوي.
 
د محرم په لومړیو ورځو کې د بلخ پولیس ویلي چې ځانګړي ځواکونه به د ماتم کوونکو امنیت ټینګ کړي او تر اوسه یې خپلې ژمنې پوره کړې دي.
 
د ماتم په لومړیو ورځو کې د بلخ پولیسو د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې د داعش د یوه ځواک د نیولو اعلان وکړ او د دغه کس له نیول کېدو وروسته د داعش یو مرکز هم ویجاړ شو.
 
د بلخ پولیس له اتو ورځو وروسته وايي چې د دوی ځواکونو په جدي توګه امنیت ټینګ کړی او په ښار کې یې لومړۍ درجه احضارات اعلان کړي دي.
 
محمد آصف وزیري؛ د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند نن سې شنبه د اسد په ۱۵مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: زموږ ټول امنیتي ځواکونه د محرم له لومړۍ ورځې راهیسې د حسیني عزادارانو امنیت ټینګوي. په ښار کې لومړۍ درجه احضارات اعلان شوي او په ښار کې مو پوستې زیاتې کړي دي.
 
هغه زیاته کړه: موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې د دوی امنیت تامین دی او خپلو مراسمو ته په ډاډه زړه دوام ورکړي.
 
د بلخ د پولیسو ویاند وویل: دا مهال کوم ګواښ نشته. د مزار شریف په لسمه ناحیه کې مو د داعش د یوه غړي په نیولو سره د داعش ټول مرکز له منځه یووړ.
 
هغه څرګنده کړه: ځینو کسانو ویلي چې په بلخ کې امنیتي ځواکونو د شیعه ګانو د ماتم مخه نیولې چې موږ یې ردوو. خو زموږ ځواکونه په زیانمنو ځایونو کې چې پر سړکونو یې د خلکو د راغونډېدو سبب کیږي مخه یی نیول شوی ده؛ خو په عموم کې، دوی په هیڅ ځای کې خنډ نه دي رامنځته کړي او زموږ ځواکونه ژمن دي چې د شیعه وروڼو امنیت تامین کړي.
 
په همدې حال کې د مزارشریف ښاریانو د امنیت په تامین کې د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او مننه یې وکړه.
 
سيد شاه؛ د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې يو تن اوسيدونكي افغان غږ خبری آژانس ته وويل: حسيني عزادارۍ او عزاداران د اسلامي امارت له ټولو ځواكونو مننه كوي چې د عزادارانو د امنيت په تامين كې يې لاس لاس لري.
 
https://avapress.com/vdcizqarrt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته