دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 256713
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د کابل په لوېديځ کې بريد د عاملينو د محاکمې غوښتنه وکړه
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرون د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره اسلامي امارت د هیواد د اتباعو د امنیت د تامینولو مسئول بللی او د دغه برید د عاملینو د پیژندلو او محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ پرون (جمعه د اسد ۱۴مه) په یوه ټویټ کې ویلي:«د افغانستان په لویدیځ کې د هزاره ګانو له ګڼې ګوڼې په یوه بازار کې پر ملکي وګړو وحشیانه برید په کابل د هغو جنایتونو دوام دی چې داعش یې مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
 
بینیټ د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ له څرګندولو وروسته د اسلامي امارت مسئولین د ټولو افغانانو د ساتنې مسئول وبلل او ویې ویل چې د دغه ډول جنایتونو عاملین باید محاکمه شي.
 
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یو ځل بیا د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال ډاکټر رمیز الکباروف څخه غوښتي چې د دغه ناوړه برید د عاملینو په اړه له نړیوالو معیارونو سره سم هر اړخیزه او شفافه څېړنه وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو چارواکو په تېرو وختونو کې هم څو ځلې د کابل په لوېدیځ کې ورته بریدونه غندلي، خو د دغه ډول بریدونو د له منځه وړلو یا کمولو لپاره یې کومه عملي حل لاره نه ده وړاندې کړې.
 
د یادولو وړ ده چې د کابل په لویدیځ کې د سرکاریز په سیمه کې د پرونۍ چاودنې په پایله کې چې مسئولیت یې داعش ترهګرې ډلې منلی وو، ۸ تنه هیوادوال شهیدان او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي وو.
 
د عیني شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ، دغه چاودنه د یوه ګاډي کي د ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcjvme8tuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته