دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 256716
د غور خلکو «مرګ پر امریکا» شعارونه ورکړل
د غور ولایت اوسېدونکو د یوه لاریون په ترڅ کې مرګ پر امریکا شعارونه ورکړل او پر افغان خاوره یې تېری وغانده او د امریکا د ولسمشر انځور ته یې اور ورته کړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د جمعې په ورځ د اسد ۱۴ مه د غور ولایت اوسیدونکو، چې ځوانانو، محصلینو او لوستو خلکو او بیلا بیلو سوداګرو په ګډون، په فیروزکوه ښار کې په افغانستان کې د امریکا د تیري پر ضد لاریون وکړ او مرګ پر امریکا شعارونه ورکړل.
 
دوی دغه وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف او د امریکا ښکاره تیري وبلله.
 
لاريون کوونکي وايي، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د بېلابېلو دلايلو او موخو لپاره د افغانستان له خاورې ښکاره سرغړونه ده.
 
دوی مرګ پر امریکا او مرګ پر جوبایډن شعارونه ورکړل او دغه وحشیانه عمل یې په کلکو ټکو وغانده.
 
د دې لاریون په پای کې د لاریون کوونکو له خوا یو پریکړه لیک هم صادر شو او د فیروزکوه ښار د شهیدانو د جامع جومات خطیب مولوي شجاع الدین محمدي ولوستل شو.
 
په دغه پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې ایمن الظواهري په افغانستان کې شتون نه درلود. د کابل برید د امریکا د ناکامۍ نښه او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
 
د دغه پرېکړه ليک په دوام کې راغلي چې پر کابل د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد د دوحې د تړون خلاف دى. امریکا باید په افغانستان کې خپله شل کلنه ناکامي مطالعه کړي او هیڅکله زموږ د مسلمان ولس له احساساتو سره لوبې ونه کړي.
 
دوی همدا راز ټینګار کړی، چې موږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او نه غواړو، چې هېواد مو تباه شي او زموږ خلک بیا غمجن شي، موږ پر امریکا غږ کوو، چې خپله ناکامه تجربه تکرار نه کړي.
موږ په ټوله نړۍ غږ کوو چې اوسنی فرعون (امريکا) دې مجبوره کړي چې د نړيوالو اصول او قوانين مراعات کړي، ځکه د افغانستان مجاهد او مېړني ولس د خپل دين، ولس او وطن په خاطر هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
 
د دغه لاریون په پای کې د فیروزکوه ښار په منار چوک کې د امریکا د ولسمشر مخ چې د مجسمې په بڼه رسم شوی و، وسوځول شو.
 
په ورته وخت کې د چهارسدې او بالامرغاب ولسوالیو اوسېدونکي هم د جمعې له لمانځه وروسته سړکونو ته راووتل او مرګ پر امریکا شعارونه ورکول.
 
د اسد په ۹مه د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري پر کور د دوی د بې پیلوټه الوتکې برید شوی او هغه په دغه برید کې وژل شوی دی چي دا د خلکو او نړیوالو ټولنو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شو.
 
https://avapress.com/vdccseqie2bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته