کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د اساسي قانون جوړول یوه اړتیا ده

15 اسد 1401 ساعت 11:07

د ملي دفاع وزارت سرپرست په خپلو وروستیو څرګندونو کې د اساسي قانون د جوړېدو خبره وکړه او دا یې د هېواد یوه جدي اړتیا وبلله.


آوا - کابل: د ملی دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد وایی چې د اسلامی امارت په جوړیدو سره په افغانستان کې سل په سلو کې امنیت ټینګ شوی دی.
 
نوموړي په خپلو تېرو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې په هېواد کې اغېزمن حضور نه لري او له افغانستان څخه به د سیمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ نه وي.
 
په داسې حال کې چې مجاهد په هېواد کې د سل فیصده امنیت ډاډ ورکوي، په کابل کې پرونۍ چاودنې ۸ تنه شهیدان او ۱۸ تنه نور ټپیان کړل.
 
په ورته وخت کې د سیمې او نړۍ هېوادونه اندېښمن دي چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدلېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ امريکا په کابل کې د القاعدې د مشر د شتون په پلمه د دغه هېواد له هوايي حريم څخه سرغړونه وکړه او په عملي توګه يې يو ځل بيا د بې پيلوټه الوتکو په بريد سره د افغانستان پر خاوره يرغل وکړ.
 


د مطلب کود: 256720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256720/په-هېواد-کې-د-اساسي-قانون-جوړول-یوه-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com