دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 256722
د کابل په لوېديځ کې د خونړي بريد باندي غبرګونونه / پر ديني ځايونو بريد د بشريت ضد جنايت دى
د جمعې ورځ (اسد ۱۴) د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند سرکاریز سیمه کې چاودنه چې له امله یې ۸ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۱۸ تنه نور ټپیان شول، له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د چارواکو له خوا د دغې خونړۍ پېښې د غندلو ترڅنګ، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني هم دغه عمل په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.
 
ښاغلي کنعاني د عاشورا پر مهال د افغانستان حساسو حالاتو ته په پام سره له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د حسیني عزادارانو د امنیت د تامین لپاره لا زیات اقدامات وکړي.
 
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د اسد پر ۱۴مه د جمعې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه د یوې بیانیې په خپرولو سره د حسیني پر ماتمیانو دغه برید غندلی دی.
 
نوموړي دغه پېښه د بشریت او د ټولو اسلامي او انساني معیارونو او ارزښتونو خلاف جنایت وباله.
 
دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رئيس عبدالله عبدالله هم د دغې زړه بوږنونکې پېښې د غندلو ترڅنګ پر ديني ځايونو بريد يو بشري ضد، نه بښونکی او نه توجيه کېدونکی جرم وباله.
 
دغه چاودنه پرون دکابل په لويديځ کې دسرکاريز په سيمه کې هغه وخت وشوه چې حسيني عزاداران په دغه سيمه کې د امام محمد باقر (ع) له جومات څخه د وتلو په حال کې وو.
 
د کابل د پولیسو ویاند د دغې پېښې وروستۍ شمېرې ۸ تنه شهیدان او ۱۸ ټپیان اعلان کړل، خو د پېښې عیني شاهدان وايي چې د شهیدانو او ټپیانو شمېر تر دې هم ډېر دی.
 
باید وویل شي، چې د کابل په لویدیځ کې د پروني برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستی دی. په تېرو کلونو کې هم په کابل او ولایتونو کې پر حسیني ماتمونو باندي ورته بریدونه شوي، چې ډېری یې د همدې ترهګري ډلې له خوا ترسره شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcj8me88uqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته