کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اټومي وسلو د دایمي له منځه وړلو په اړه ټینګار وکړ

15 اسد 1401 ساعت 11:53

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په جاپان کې د هیروشیما او ناګاساکي د قربانیانو د یاد په مراسمو کې له نړۍ څخه د اټومي بمونو د دایمي لرې کولو غوښتنه وکړه.


آوا: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش نن شنبه  (اسد ۱۵) په یوه ټویټ کې ویلي، د هغو لسګونو زرو قربانیانو په یاد کې چې ۷۷ کاله وړاندې د اتومي بمونو له امله وژل شوي وو، اټومي وسلې باید له نړۍ څخه له منځه یوړل شي.
 
ګوترش په خپل ټویټ کې د امریکا یادونه نه ده کړې چې د جاپان پر دغو دوو ښارونو یې اټومي بمونه غورځولي دي.
 
هغه وویل: "موږ نشو کولی د هیروشیما او ناګاساکي درسونه هیر کړو." "موږ باید د دوی یاد ژوندي کړو او اټومي وسلې د ځمکې له مخ څخه د تل لپاره پاک کړو."
 
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ۱۹۴۵ کال د اګست په شپږمه امریکا د جاپان پر هیروشیما اټومي بم وغورځاوه چې له امله یې ۱۵۰ زره کسان ووژل شول. د روان کال د اګست په نهمه د ناګاساکي پر ښار یو بل اتوم بم وغورځول شو چې ۴۰ زره کسان یې ووژل.
 
دغو دوو اټومي بریدونو جاپان اړ کړ چې په همدې کال کې تسلیم شي.
 


د مطلب کود: 256729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256729/د-ملګرو-ملتونو-سرمنشي-اټومي-وسلو-دایمي-له-منځه-وړلو-په-اړه-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com