دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 256729
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اټومي وسلو د دایمي له منځه وړلو په اړه ټینګار وکړ
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په جاپان کې د هیروشیما او ناګاساکي د قربانیانو د یاد په مراسمو کې له نړۍ څخه د اټومي بمونو د دایمي لرې کولو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش نن شنبه  (اسد ۱۵) په یوه ټویټ کې ویلي، د هغو لسګونو زرو قربانیانو په یاد کې چې ۷۷ کاله وړاندې د اتومي بمونو له امله وژل شوي وو، اټومي وسلې باید له نړۍ څخه له منځه یوړل شي.
 
ګوترش په خپل ټویټ کې د امریکا یادونه نه ده کړې چې د جاپان پر دغو دوو ښارونو یې اټومي بمونه غورځولي دي.
 
هغه وویل: "موږ نشو کولی د هیروشیما او ناګاساکي درسونه هیر کړو." "موږ باید د دوی یاد ژوندي کړو او اټومي وسلې د ځمکې له مخ څخه د تل لپاره پاک کړو."
 
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ۱۹۴۵ کال د اګست په شپږمه امریکا د جاپان پر هیروشیما اټومي بم وغورځاوه چې له امله یې ۱۵۰ زره کسان ووژل شول. د روان کال د اګست په نهمه د ناګاساکي پر ښار یو بل اتوم بم وغورځول شو چې ۴۰ زره کسان یې ووژل.
 
دغو دوو اټومي بریدونو جاپان اړ کړ چې په همدې کال کې تسلیم شي.
 
https://avapress.com/vdcgx39xyak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته