دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 256745
د چین او هند استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی یو ژیاونګ وايي؛ هغه له خپل هندي سیال سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو ژیاونګ له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه د خبرو لپاره ډیلي ته تللی دی.
 
نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې له عمومي مدیر جې پي سنګ سره یې په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې دي.
 
د هند د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه افغانستان ته د چین د استازي د پنجشنبې د ورځې د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
 
د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو او د اسلامي امارت تر واک ته رسېدو وروسته دا د افغانستان په اړه د چین او هند د لوړپوړو چارواکو لومړۍ غونډه ده.
 
چین یو له هغو څو هېوادونو څخه و چې د تېر کال د اګست له ۱۵مې وروسته یې په کابل کې سفارت فعال شو. که څه هم دغه هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي، خو ويلي يې دي چې له اسلامي امارت سره دوستانه اړيکې لري.
 
کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هند په کابل کې خپل سفارت وتړل، خو د ۱۴۰۱ کال د جوزا په میاشت کې یې د تخنیکي ټیم په لېږلو سره خپل سفارت بېرته پرانیست.
 
https://avapress.com/vdceep8wnjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته