کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوتین: روسیه او ترکیه د پلي کولو لپاره ډېرې پروژې لري

16 اسد 1401 ساعت 9:41

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکي سیال سره د خبرو په پیل کې وویل: دواړه هیوادونه ډیرې دوه اړخیزې پروژې د پلي کولو لپاره لري.


آوا - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ (اګست ۵) په سوچي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال د دوه اړخیزو اړیکو د نوې پاڼې د پرانیستلو اعلان وکړ.
 
اردوغان وویل: په سیمه کې د ترکیې او روسیې د رول په اړه د نن ورځې خبرې مهمې دي. هيله لرم چې په دوه اړخيزو اړيکو کې به يوه نوې پاڼه پرانيستل شي. موږ اراده لرو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې د اړیکو په اړه بحث وکړو او د پرمختګ د څرنګوالي په اړه یوې پایلې ته ورسیږو.
 
د ترکیې جمهور رئیس همداراز څرګنده کړه چې د انرژۍ په برخه کې او په تور سمندرګي کې د غلو د دهلیز د جوړولو په برخه کې پورته شوي ګامونه او همدارنګه د ګرځندوی د صنعت په اړه خبرې اترې او د ټرانسپورټ په برخه کې ترسره شوي نوښتونه زموږ لپاره مثبت دي. سیمه
 
د روسیې د «تاس» خبري آژانس د راپور له مخې، پوتین له اردوغان سره د خبرو په پیل کې دا هم ویلي چې دواړه هېوادونه دوه اړخیزې پروژې د عملي کولو لپاره لري. پوتین یادونه وکړه چې دوه اړخیز تجارت د ۲۰۲۲ په لومړۍ ربع کې دوه چنده شوی.
 
پوتین وویل: اجازه راکړئ ووایم چې زموږ تجارت تیر کال ۵۷٪ ډیر شوی او د می په شمول د سږکال په لومړیو میاشتو کې دوه چنده شوی.
 
د دغه راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې د روسیې او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۵ میلیارده ډالره وه. د کارپوهانو په اند په ۲۰۲۲ کال کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ښايي له ۵۰ تر ۶۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.
 
پوتین او اردوغان د جمعې په ورځ په سوچي کې سره وکتل او خبرې یې وکړې. تر دې مخکې ترکي رسنیو اعلان کړی و چې اردوغان پلان لري له خپل روسي سیال سره په سوچي کې د خبرو پر مهال د سوریې په شمال کې د نویو پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د ترکي ځواکونو د چمتووالي په اړه خبرې وکړي.
 
له بلې خوا، د کرملین ماڼۍ ویاند اعلان وکړ چې د دواړو هیوادونو مشران به د اوکراین په بندرونو کې د غلې پاتې غلو د لیږد د موافقې او همدارنګه د اذربایجان د ناګورنو قره باغ په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
 


د مطلب کود: 256768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256768/پوتین-روسیه-او-ترکیه-د-پلي-کولو-لپاره-ډېرې-پروژې-لري

آوا
  https://www.avapress.com