دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 256769
په بامیان کې د امریکايي ځواکونو د هوايي برید پر ضد لاریون وشو
د بامیان ولایت لسګونو اوسېدونکو تېره اوونۍ د امریکا د هوايي برید په غبرګون کې لاریون وکړ او له دغه هېواده یې وغوښتل چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت اوسېدونکو پرون (شنبه د اسد ۱۵مه) د افغانستان له فضای حریم څخه سرغړونه وغندله او د امریکا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د افغانستان هوایی حریم ته درناوی وکړی.
 
تېره اوونۍ د امريکا د حکومت له خوا هوايي بريد، چې د دغه هېواد د ولسمشر په وينا د القاعدې مشر ايمن الظواهري په کې ووژل شو، په ملي او نړيواله کچه غبرګونونه راوپارول.
 
په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د امریکايي حکومت د دغه پوځي عملیاتو پر ضد لاریونونه شوي دي.
 
نن د بامیان ولایت د امریکا د حکومت پر ضد د مظاهرو شاهد و او مظاهره چیانو دا د افغانستان له خلکو سره د امریکا د حکومت ښکاره خیانت وباله او هغه یې وغندله.
 
یو له دغو مظاهره چیانو ضیاءالدین افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د امریکا حکومت باید د حکومت له اجازې پرته په افغانستان کې پوځي عملیات ونه کړي او موږ نن د هغې د غندلو لپاره راغلي یو.
 
محمد تقي چې په دغه لاریون کې یو بل ګډونوال و، وویل: "پرته له دې چې په افغانستان کې څوک په نښه شي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عملیات له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده."
 
په افغانستان کې د امریکا د دغه برید په اړه د اسلامي امارت چارواکو هم غبرګون ښودلی دی.
 
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د امریکا دغه برید د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه وبلله.
 
https://avapress.com/vdcaiinuo49nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته