کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې د ۲۴ روغتیايي مرکزونو بیارغونه؛ تطبیق کوونکي بنسټونه د بودجې په اړه مسؤل ندي

18 اسد 1401 ساعت 10:14

د فاریاب روغتیايي چارواکي وايي، د جګړو له امله ویجاړ شوي ۲۴ روغتیايي مرکزونه بېرته رغول کيږي. خو هغه بنسټونه چې له روغتيايي مرکزونو سره مرسته کوي د لګښت او بوديجې په اړه د فارياب عامې روغتيا ته حساب نه ورکوي او د خپلو کارونو جزئيات نه شريکوي.


آوا - مزارشریف: عجب خان حمیدی؛ د فارياب د عامې روغتيا رييس نن سه شنبه د اسد په ۱۸مه، آوا ته وويل: ۲۴ روغتيايي مرکزونه چې د تېرو جګړو له امله ويجاړ شوي وو، د يونيسف اړوند د يوې ادارې له خوا بيارغول شوي دي.
 
هغه زياته کړه، په ټول فارياب کې ٦٨ روغتيايي مرکزونه شته، چې له دې جملې څخه يواځې ٣٣ يې معياري ودانۍ لري او پاتې نور يې په کرايي کورونو کې دي، چې روغتيايي معيارونه په کې نه دي مراعات شوي.
 
د هغه په ​​وينا، د MMRCA موسسې دغه روغتيايي مرکزونه ترميم کړي او خلکو ته يې چمتو کړي دي. خو د دغو مرکزونو د جوړولو بودجه د فاریاب له عامې روغتیا سره نه ده شریکه شوې.
 
حميدي زياته کړه، همکاري کوونکي بنسټونه بايد د خپلو کارونو جزئيات پټ نه کړي او خلک بايد په دې پوه شي، چې مرسته شوې پيسې په کوم ځاى کې لګول کېږ.
 
هغه ټینګار وکړ چې په فاریاب کې له عامې روغتیا سره همکاري نه‎شي کولای سم خدمات وړاندې کړي او له لنډې مودې وروسته به د دوی پروژې پای ته ورسیږي.
 
د فارياب د عامې روغتيا رييس وايي، چې د دغه ولايت خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او تر نيمايي زيات خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
 
په همدې حال کې عبدالخلیل نایل؛ په فارياب کې د MMRCA مسئول وايي، ياد روغتيايي مرکزونه د يونيسف په مالي مرسته رغول شوي دي.
 
هغه د ٢٤ روغتيايي مرکزونو د بيارغونې د لګښت په اړه د عامې روغتيا د رييس د شکايت په اړه وويل، چې له هغو مرستندويانو پرته، چې د روغتيايي پروژو مالي لګښت ورکوي، دوى مکلف نه دي، چې دولت او د روغتيا رياست ته حساب ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې فارياب په تېرو شپږو کلونو کې د شمالي ولايتونو له ناامنو ولايتونو څخه دى، چې د جګړو او هوايي بريدونو په ترڅ کې يې ډېرى عامه مرکزونه زيانمن شوي او په روغتيايي مرکزونو کې هم يو شمېر امنيتي پوستې جوړې شوې دي.
 


د مطلب کود: 256831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256831/په-فاریاب-کې-د-۲۴-روغتیايي-مرکزونو-بیارغونه-تطبیق-کوونکي-بنسټونه-بودجې-اړه-مسؤل-ندي

آوا
  https://www.avapress.com