کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د حسیني عاشورا مراسم د ځانګړو امنیتي تدابیرو سره ترسره شول

18 اسد 1401 ساعت 10:27

د حسیني عاشورا د مراسمو امنیت په کندهار کې د "اسلامي امارت" د ځانګړې قطعې د ځواکونو، کشفي ځواکونو او د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ په همکارۍ برابر شو او دغه مراسم له کومې امنیتي پېښې پرته په پوره امنیت کې ترسره شول.


آوا: په کندهار کې د ځانګړې قطعې عمومي قومندان حافظ نظر محمد حبیب آوا ته وویل: په کندهار کې څه باندې ۳۰۰ امنیتي ځواکونه د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د عاشورا د مراسمو د امنیت د ساتلو دنده پر غاړه لرل. د کندهار ولايت د امنيت شورا له لوري په ټاکل شوي تګلاره کي له عاشوراشپې څخه امنيتي ځواکونه  ځاى پر ځاى شوي ول او ټول امنيتي وضعيت يې تر خپل کنټرول لاندي راوستى وو.
 
مولوي عبدالله؛ د لمړي ښاری کنډک کئول هم آوا ته وويل: عاشورا يوه واقعي او نه جبرانېدونکې پېښه ده، چې د نړۍ ټول مسلمانان بايد د دې مهمې ورځې په نمانځلو لپاره په هر ډول ممکنه توګه ونډه واخلي.
 
هغه زیاته کړه، دوی په هر حالت کې بشپړ چمتووالی لري او د خلکو خدمت کوي او هیڅکله به د اسلام دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې د شیعه او سني ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.
 
محمدآغا; دکندهار یوه اوسیدونکي هم آوا ته وویل: د حسیني عاشورا د ورځې د ماتم په پروګرام کې خلکو د امن په فضا کې ګډون وکړ او د امنیتي ځواکونو له خوا په رامنځته شوي امنیت سره خلک وتوانیدل چې د ماتم مراسم په ښه ډول په آرامۍ سره ترسره کړي.
 
محمود; د کندهار یو بل اوسېدونکي آوا ته وویل: هغو پراخو امنیتي ګواښونو ته په اشارې سره چې په افغانستان کې خلک ورسره مخ وو، خو د امنیتي ځواکونو په پلان او د خلکو په همکارۍ د عاشورا حسیني مراسم ترسره شول او حتی دولتي چارواکو هم په ماتم کې ګډون وکړ.
 


د مطلب کود: 256833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256833/په-کندهار-کې-د-حسیني-عاشورا-مراسم-ځانګړو-امنیتي-تدابیرو-سره-ترسره-شول

آوا
  https://www.avapress.com