دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 256835
د محرم لومړۍ لسيزه په شمال کې په بشپړ امنيت کې تېره شوه؛ ماتم کوونکي د امنیتي تدابیرو ستاینه کوي
د محرم الحرام او عاشورا حسیني لومړۍ لسیزه د هېواد په شمال او شمال ختیځو نهو ولایتونو کې په پوره امنیت او امن سره تېره شوه او ماتم کوونکو د اسلامي امارت د ځواکونو د اقداماتو او هڅو ستاینه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د روان کال د محرم میاشتې لومړۍ لسیزه او د حسینی عاشورا د هیواد په شمال کې په بشپړ امنیت او امن سره تیر شول.
 
سږ کال د حسینی ماتمیانو لومړۍ لسیزه او د حسینی عاشورا د تیرو کلونو په پرتله په ډیر جوش او جذبه ولمانځله.
 
په شمال کې د بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونه، په شمال ختیځ کې بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونه د محرم او عاشورا د حسیني ماتمونو د غوره مراسمو شاهدان وو.
 
د هېواد په شمال کې د ماتم د مراسمو تنظیموونکو هم د خلکو د امنیت په تامین کې د اسلامي امارت د ځواکونو د اقداماتو ستاینه وکړه.
 
حجت الاسلام سید باقر هاشمي؛ د بغلان یو عالم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: الحمدلله سږ کال د محرم او حسیني عاشورا لومړۍ لسیزه په بغلان او ټولو شمالي ولایتونو کې له بشپړ امنیت او امن سره تېره شوه. که څه هم په لومړي سر کې خلک اندېښمن وو؛ خو کله چې د حکومت له خوا په سمه توګه امنیت تامین شو، د خلکو ټولې اندېښنې هوارې شوې.
 
هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت ځواکونه د امنیت په تامین کې جدي وو، شپه او ورځ په دعاګانو او ماتمونو کې وو او فعاله برخه یې اخیسته.
 
همدارنګه احمد ضیا؛ په مزارشریف کې  حسیني ماتم کوونکي هم ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو د ماتم کوونکو د خوندیتوب لپاره پوره هڅه کړې او خلک د دوی له هڅو مننه کوي.
 
احمد فاروق قاسمي؛ د بلخ د امر بالمعروف محتسب پرون د مزارشریف په سلطانیه جومات کښې د عاشورا حسینی په مراسمو کښې خبرې وکړې او د امام حسین علیه السلام په مینه یې ټینګار وکړ او ویې ویل د امام حسین علیه السلام مینه خدای (ج) ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده.
 
د حکومت له لوري د ماتم پر غونډو له بنديز سره سره، د مزارشريف په زرګونو ښاريان پرون د مزارشريف په سلطانيه جومات کې راغونډ شول او د عاشورا ورځ يې ولمانځله.
 
د مزارشريف په سلطانيه جومات کې دا يوازينۍ غونډه نه وه، د دې ښار ګوټ ګوټ د خلکو د پراخو غونډو شاهدان وو.
 
په ورته وخت کې د محرم د میاشتې له پیل سره سم د بلخ او شمالي ولایتونو پولیسو د حسیني د ماتم د امنیت د ټینګښت ژمنه کړې وه.
 
محمد آصف وزیري له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل: ځانګړي ځواکونه د ماتم کوونکو امنیت تامینوي او خلک باید هېڅ اندېښنه ونه لري.
 
د روان کال د محرم په لومړیو کې د بلخ پولیسو د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې له یوه پټنځای څخه د داعش د یوه تن د نیولو او په دغه ښار کې د داعش د څو مرکزونو د ویجاړولو اعلان وکړ.
 
https://avapress.com/vdcexp8wnjh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته