دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 256859
د ملګرو ملتونو یو پلاوي نورستان ته سفر کړی دی
د نورستان ولایت چارواکي وايي، چې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي پلاوي دغه ولایت ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د نورستان د والي وياند سيف الدين لټون وايي، په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په ختيځو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د دفتر مشر له خپل يوه پلاوي سره د نورستان مرکز پارون ته سفر کړى دى.
 
د سيف الدين لټون په وينا، د نورستان والي حافظ محمد آغا حکيم د ملګرو ملتونو د دغه لوړپوړي چارواکي له راتګ څخه د مننې ترڅنګ په نورستان ولايت کې د شته ستونزو په ځانګړي ډول د پوهنې، روغتيا، کرنې او د کليو پراختيا په برخو کې پر شته ننګونو ټينګار وکړ او د حل غوښتنه يې وکړه.
 
د نورستان د والي وياند وايي: ویلیام د نورستان والي ته ډاډ ورکړ، چې په يادو برخو کې به د لازمو مرستو ترڅنګ له څلور زره اړمنو کورنيو سره هم مرسته وکړي.
 
د نورستان د والي د وياند په وينا، تر اوسه پر ۵۰۰ اړمنو کورنيو غير خوراکي توکي وېشل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaminuo49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته