کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نعیم وردګ: په افغانستان کې هیڅوک د نړۍ پر ضد سیاسي او نظامي فعالیت نه لري

19 اسد 1401 ساعت 8:39

د امریکا د ولسمشر جوبایډن له ادعا وروسته چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی، اوس د دې پېښې ښکاره او پټې زاویې په ټولنیزو شبکو کې د چارواکو له بېلابېلو روایتونو سره انعکاس شوې دي.


آوا: څو ورځې وړاندې په کابل کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې ویلي و چې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د برید په ځای کې د پلټنو په پایله کې کوم جسد نه دی موندل شوی، چې ایمن الظواهري ووژل شو.
 
په همدې حال کې په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي ویاند نعیم وردک هم په دې وروستیو کې په خپل ټویټر لیکلي چې اسلامي امارت د دوحې په تړون کې ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د نړیوالې ټولنې پر ضد نه کارول کیږي.
 
د وردګ په وينا، موخه يې دا ده، چې په افغانستان کې هېڅوک د نړۍ د هېوادونو پر ضد سياسي او پوځي فعاليتونه ونه کړي؛ یو څوک چې دلته خپل عادي ژوند کوي له نړیوالې ټولنې سره هیڅ تړاو نه لري، په دې اړه پریکړه د افغانانو په واک کې ده.
 
د کارپوهانو په اند د نعیم وردګ ټویټ په ښکاره ډول په کابل کې د القاعدې د مشر د شتون تایید ته اشاره کوي او وايي چې له افغانستان څخه د نړۍ د کوم ګواښ په نه شتون کې هرڅوک حق لري چې په دې خاوره کې عادي ژوند وکړي. د افغانانو په اجازې او وړتيا سره، حتی که هغه د القاعدې مشر هم وي.
 
بايد يادونه وشي، چې په افغانستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې له بريد وروسته؛ اسلامي امارت امریکا د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنه کړه.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمدستي په ځواب کې لیکلي چې په کابل کې د القاعدې مشر ته پناه ورکول د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې د دوحې په تړون کې ژمن دي چې د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته پوځي او سیاسي ګواښ نه پېښوي.
 


د مطلب کود: 256898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256898/نعیم-وردګ-په-افغانستان-کې-هیڅوک-د-نړۍ-پر-ضد-سیاسي-او-نظامي-فعالیت-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com