دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 256901
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د څو ساري ناروغیو د خپریدو خبرداری ورکوي
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کولرا، شدید اسهال، شري او کانګو تبې په ګډون د څو ساري ناروغیو د خپریدو خبرداری ورکړی.
افغان غږ خبری آژانس: د روغتیا نړیوال سازمان نن سه شنبه (اسد ۱۸) اعلان کړی چې د وروستیو پیښو لکه سیلابونو او زلزلو وروسته د کولرا، شدید اسهال، شری او کانګو تبې په شمول ګڼ شمیر ناروغۍ خپرې شوی دی. د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه هره ورځ د ناروغیو راپورونه ورکول کېږي.
 
دغه سازمان ویلي، چې په ټول افغانستان کې د شدید اسهال (AWD) ناروغۍ د پام وړ څپې لیدل شوي او که څه هم په ځینو سیمو کې د شري پېښې کمې شوې، خو په دې وروستیو کې له ټولو ولایتونو څخه د دغې ناروغۍ پېښې ثبتېږي.
 
د کانګو تبې (CCHF) مړینې هم په ۱۳ ولایتونو کې ثبت شوي او تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان هم د خپل راپور په یوه برخه کې په هېواد کې وروستیو بارانونو او سیلابونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې سېلابونو د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي او د استوګنې ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي دي.
 
سازمان ویلي دي چې دا به د سرچینو متحرک کولو ته دوام ورکړي او د ناروغیو خپریدو ، روغتیا بیړنیو پیښو او طبیعي پیښو ته د ځواب ویلو ظرفیت لوړ کړي.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې ډېری روغتیايي مرکزونه د اقتصادي ستونزو او د بهرنیو مرستو د بندېدو له امله تړل شوي چې خلکو ته روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
 
https://avapress.com/vdciuqarzt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته