کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اقتصاد وزارت: د ناتمامه پروژو د پیل لپاره هڅې روانې دي

19 اسد 1401 ساعت 9:26

د اقتصاد وزارت مرستیال د یو ټویټ په خپرولو سره د ناتمامه پروژو د بیا فعالولو هڅې اعلان کړې.


آوا - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په خپل ټویټر کې لیکلي چې د نیمه بشپړو او نیمګړو پروژو لپاره د بودیجې موندنه د وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
 
د نظري په وينا، په نړيوالو غونډو کې فعال ګډون په منځنۍ موده کې د چټکې اقتصادي ودې، د بېوزلۍ د کمولو او د خلکو د سوکالۍ زمينه برابروي.
 
هغه زیاته کړه؛ زموږ اقتصادي ډیپلوماسي په نړیوالو غونډو کې د هدفمند ګډون لپاره ډیزاین شوې.
 
نظري په داسې حال کې چې د چټکې اقتصادي ودې او په منځمهاله توګه د ناتمامه پروژو د پیل خبره کوي، خو د هېواد اقتصادي سیستم لا نه دی فعال شوی، بانکي چارې په ټپه ولاړې دي، نغدي مرستې بندې دي او فقر او بېکاري لا هم په پراخه کچه روانه ده.
 


د مطلب کود: 256908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256908/د-اقتصاد-وزارت-ناتمامه-پروژو-پیل-لپاره-هڅې-روانې-دي

آوا
  https://www.avapress.com